په ارزګان ولایت کې د سرې کلا د چکډم له چارو څخه څارنه ترسره شوه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د سرې کلا چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او د پروژې مسؤلینو ته یې لازم هدایات ورکړل.
یاده پروژه د FAO موسسې په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
