پنجشیر ولایت کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۸
1

د پنجشیر ولایت په شتل ولسوالي کې د سفیدار باغ د څنډو د ټینګښت، د درې ولسوالي په نویجې او تاواخ کلیو کې د استنادي دېوالونو او سیلبر او د رخې ولسوالي په پای چنار کلي کې د ټینګښت د پروژو چارې د ۲۰ میلیونه، ۴څلور سوه، ۴۸ زره، ۳ سوه او ۵۳ افغانیو په لګښت د پنجشیر د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي فضل الله عادل، یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې، او پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

د دغو پروژو ګټې ته په سپارلو سره سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ویجاړیو څخه خوندې شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

د لوگر ولایت د سرخاب ذخیروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې تخنیکي وضعیت ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنیکي پلاوی د اوبو پروژو د کیفیت د کنټرول رئيس محترم مفتي عبدالرحمن منیب تر مشري لاندې او ورسره مل د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم قاري حجت الله زبیر او د. . .

بیرته تګ

User account menu