پنجشنبه د ۱۳۹۷ کال د وري ۲۲مه د حکومت د رسنیو مرکز.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۸:۵۶
mew

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې ۲۵۱ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي
کابل، افغانستان: د اوبو او انرژۍ وزارت د برېښنا انرژۍ د تولید او د برېښنا انرژۍ د لېږد په برخه کې ۲۶ پروژې تر کار لاندې لري په دغه برخه کې ۸ نورې پروژې خپل تدارکاتي پړاوونه طی کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، الماس باور زاخېلوال، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دیادو پروژو په بشپړېدو سره به له دغو پروژو څخه شاو خوا ۱۱۰۰۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
دغه وزارت د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې چې د بندونو او اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د سیندونو د غاړو ټینګول او د اوبو د تاسیساتو ساتنه او څارنه پکې شاملېږي، ۲۵۱ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي. له دغو پروژو څه باندې ۱۴۶۵۶۷ کورنیو په مستقیم ډول ګټه پورته کړې ده.
۱۲۶ پروژې چې په هغو کې لوی او کوچني بندونه، د ساتنې او پالنې او د سیندونو د غاړو د ټینګښت او د کانالونو د بیا رغونې پروژې شامل دي، سروې، ډیزاین، تدارکاتي طی مراحل او عملي چارې یې پیل شوې دي او دغه راز د ۳۴۵ پروژو سروې او ډیزاین هم بشپړ شوي او تدارکاتي مراحل، د تړون لاسلیک او پلان یې دوام لري.
پر دې سربېره، ۵ لویې زیربنایي پروژې تر کار لاندې دي او د ۸ نورو بندونو د تفصیلي ډیزاین د مطالعې لپاره د دندو لایحه هم بشپړه شوې او د ۱۳۹۸ کال لپاره د تدارکاتي طی مراحلو لاندې ده.
په ۱۳۹۷ کال کې د سیندونو د غاړو د ټینګښت په برخه کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو او کلیو کې د ۴۲ تحکیماتي پروژو، پروژه جوړونه شوې ده او ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.
دغه راز په ۵ دریايي حوزو کې د ۶۵ تحکیماتي پروژو د ډیزاین د سروې مراحل، تدارکاتي طی مراحل او ساختماني چارې پیل شوې دي او دا مهال یې چارې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو ریاست د یولړ پروژو دپلي کولو کار تر لاس لاندې لرې چې له هغې جملې نه د کابل ولایت د شکردرې په ولسوالۍ کې د شاه او عروس د اوبو د ذخیره کولو او د اوبو د بریښنا د تولید بند، د کنړ په ولایت کې د ماڼوګي د اوبو د برېښنا وړه دستګاه، د وردګو د چک د برېښنا د بند ترمیم اوبیا رغونه، د پروان ولایت د چهاردهي غوربند د اوبو د برېښنا د وړې دستګاه بیارغونه او د پلخمري د لومړي نمبر برېښنا بند د دروازې له اساسي ترمیم څخه یادونه کولی شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

بیرته تګ

User account menu