پروان ولایت کې د یو باب ترناب او سیفون د بیا رغونې، د محافظتي دېوالونو د جوړونې او پاکاري چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۴۸
1

د پروان ولایت د مرکز اړوند په جنګل باغ سیلبر او بالاغیل سیمو کې د یو باب ترناب او سیفون د بیا رغونې، د محافظتي دېوالونو د جوړونې او پاکاري چارې بشپړې او د پروان والي محترم شیخ عزیز الرحمن منصور، د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوی عبدالشکور سروري او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړو پروژو ګټې ته د سپارلو پر مهال د پروان والي وویل، چې د خلکو ستونزو او ننګونو ته رسېدنه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده او ژمنه یې وکړه، چې د پروان ولایت د بیا رغونې او پراختیا په برخه کې به لا زیاته همکاري وکړي.

د نوموړو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به سلګونه استوګنیز کورونه، لارې، پل، پلګوټي او د پروان پروژې عمومي کانال د سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

د نوموړو پروژو چارې د اوبو د ګټې اخیستونکو ټولنو په مالي لګښت د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې د ماشینري، ترانسپورټي وسایطو او تخنیکي کارمندانو په همکاري پرمخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu