هلمند ولایت کې د کجکي بند د پروژې دوهم فاز پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
هلمند ولایت کې د کجکي بند د پروژې دوهم فاز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا ادارې مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف، د بهرنیو چارو وزارت سياسي معین ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزی، د ترکي ۷۷ شرکت رئيس ښاغلي سلیمان جیلیو ، د اسلامي ا مارت ګڼ شمېر لوړ پوړو مسؤلینو ، د هلمند او کندهار ولایتونو د مخورو په حضور کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د دې پروژې پرانیسته د اوبو او انرژي وزارت یوه مهمه لاسته راوړنه و بلله او د عام المنفعه پروژو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه: "د پراختیايي پروژو پلي کول او اقتصادي وده له امنیت وروسته دهېواد د پرمختګ او پرځان بسیاینې لپاره د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه ده. " هغه زیاته کړه: "مونږ هوډ لرو چې د انرژي د تولید او د اوبو د مدیریت پروژې پلې کړو چې زمونږ د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي".
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې د کجکي بند د دوهم فاز پروژې پلي کول د خصوصي سکتور د پانګونې له خوا د وزارت یوه بریالي تجربه د وزارت د پروژو د پلي کولو په برخه کې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لا زیاتې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کړي.
وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې د افغانستان د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او د دې پروژې پلي کول یې د هېواد د پراختیا او ځان بسیایني په لور یو مثبت ګام و باله.
په ورته وخت کې، د ریاست الوزرا ادارې مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د یادې پروژې د اهمیت او د هېواد په پراختیا باندې خبرې وکړي او یادونه یې وکړه چې د دې پروژې په پلي کیدو سره د هلمند، کندهار او د هلمند ولایت یو شمېر ګاونډې ولایتونه د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.
همدارنګه د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او ګډې همکاري ته په اشارې سره، د دې پروژې پرانیستلو په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي وویل او د عامه المنفعه پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د ترکیې هیواد د همکاري په دوام ژمنه وکړه.
د پروګرام په دوام کې د کابینې او د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلینو او د ترکي ۷۷ ودانیز شرکت یو شمېر غړو د دې پروژې د حیاتي اهمیت په هکله خبرې وکړي، چې زیاتره ویناوالو د دې پروژې پرانیستنه د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله.
د یادولو وړ ده، چې د کجکي بند پروژه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې جوړه شوه چې د دې پروژې لومړۍ فاز د ۵۱ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا درلوده او د یادې پروژې دوهم فاز د ۱۰۰ میګاواټه برېښناد تولید وړتیا په درلودو سره د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳ نیټه د اوبو او انرژي وزارت او د ترکې ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوی وو او نن پرانیستل شو او ګټې اخیستنې وسپارل شو. اوسمهال د کجکي د برېښنا بند ټولیزه وړتیا ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شوی چې کولای شي د هلمند او کندهار ولایتونو د ټولو ساحو د اړتیا وړ برېښنا تامین کړي.
