هلمند ولایت کې د اوبو په برخه کې یوه پروژه د څه باندې ۴۰۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۷
۱

د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه اړوند د هلمند سیند پر غاړه د بست کلا سیمه کې یوه پروژه د ۴۱۶ زره آمریکایي ډالرو په لګښت چې پکې د خاري او بست کلا اوبو لګولو کانالونو د ټینګښت ۶۷۰ متره استنادي دېوال، دوه ټولنیزې سیمې او دوه پلګوټي شامل دي، بشپړه او د هلمند د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد یعقوب قایم، د ولایت مقام د استازي محترم رحمت الله روحاني،  د خوړو او کرنې سازمان د استازي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په مراسمو کې ګډونوالو د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دې پروژې ګټې ته په سپارلو سره  به د نوموړو دوو کانالونو د ویجاړېدو او د سیلابي اوبو د احتمالي خطر د مخې نیولو ترڅنګ، د زرګونو جریبه ځمکو د خړوبوونکو اوبو ساتنه هم په ښه او معیاري توګه ترسره شي .

دغه پروژه د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د هلمند د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu