ننګرهار ولایت کې د نږدې ۲ میلیونه آمریکایي ډالرو په ارزښت د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۵۳
1

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د اوبولګولو پروژې د پلي کولو درې اړخیز هوکړه لیک د 1.8 میلیونه آمریکایي ډالرو په ارزښت د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سعید احمد بنوري، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي او د جاپان د پې، ام، اس موسسې مسؤلې آغلې فوجیتا ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به په نازیانو ولسوالي کې د نوموړې موسسې له لوري د ننګرهار سیندیزې حوزې په چوکاټ کې د نهه کیلو متره په اوږدوالي سره څلور کانالونه، دوولس چینې او یو کاریز په بنسټیز ډول ورغول شي او د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه اووه چکډمونه جوړ او په ټولیز ډول به ۱۸۰۶ جریبه ځمکه خړوبه شي.

د نوموړې موسسې په استازیتوب محترم انجنیر دیدار مشتاق د دغې پروژې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د کانالونو د خوندیتوب او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه به استنادي دیوالونه، سیفونونه، د بستر استر کاري، پلې لارې، د اوبو د وېش دروازې، پلګوټي او نورې اړینې برخې هم جوړې شي.

په ورته مهال،د ننګرهار مرستیال والي د نوموړې موسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې د اوبولګولو او روغتیایي پروژو د پلي کولو له کبله مننه او قدرداني وکړه او هغوی ته یې د ټولو چارو په ترسره کولو کې د هر راز  همکاري ډاډ ورکړ.

همدغه راز، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سید فضل احد هاشمي د جاپان د پې، ام، اس موسسې مسؤلینو ته د یادې پروژې په پلي کولو کې د همکاري ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د یو شمېر نورو ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه یې هم وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د دغه اوبو لګولو پروژې چارې د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې پيلیږي او د ۲۰۲۶ زیږدیز کال په سپټامبر میاشت کې پای ته ورسیږي، چې د پروژې ګټې اخیستنې ته تر سپارلو وروسته به نوموړې موسسه د پنځو کلونو لپاره د دغې پروژې حفظ او مراقبت وکړي او تر هغه وروسته به یې د ننګرهار سیندیزې حوزې له لوري ساتنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu