ننګرهار ولایت کې د دوو سربندونو دجوړولو او دوو کانالونو د پاکاري چارې د څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۲:۵
1

د ننګرهار ولایت په روداتو او سپین غر ولسوالیو کې د دوو سربندونو د جوړولو او دوو کانالونو د پاکاري چارې د یو میلیون، اووه سوه پنځه دېرش زره او پنځه سوه افغانیو( ۱۷۳۵۵۰۰) په ارزښت د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي، د یادو ولسوالیو د ولسوالانو او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس د پروژو د ارزښت په هکله خبرې وکړي او مسؤلینو ته یې د پروژو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.

د یادو پروژو چارې چې د اوبو سکتور د بشري مرستو په مالي ملاتړ او د ننګرهار سیندیزې حوزې په تخنیکي همکاري پرمخ وړل کېږي، دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu