له ارغندۍ سب سټیشن څخه د میدان وردګ ولایت تر سید آباد ولسوالي پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۱:۴۵
1

دغه پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئيس محترم مولوي محمد حنیف حمزه، د برېښنا شرکت عملیاتي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د برېښنا شرکت سوداګریز رئيس محترم مؤمن بسمل او د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي شرکت د نورو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې ټاکل شوې ده چې د برېښنا د غه مزی به په راتلونکي کې غزني او نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د یادونې وړده، چې له دغې پروژې څخه د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي اوسیدونکي ګټه پورته کوي او د هغوي د بې برېښنایې ستونزې به هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu