لغمان ولایت کې د ۱۹ پروژو چارې د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي د وکیل خان بڼ وړې ګلي سیمې د اوبو دوو ذخیرو، پایپ سکیم او د دغې ولسوالي په ګل غونډۍ سیمه کې د اوبو د ۱۷ ذخیرو، پایپ سکیم، لمریزې برېښنا شبکې رغنیزې چارې د ۴۹ میلیونه، ۲۸۸ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت روانې دي.
د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د نوموړو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د کیفیت د ښهوالي او د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړو پروژو رغنیزې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې او د چارو په بشپړېدو سره به ۹۶۰ متره مکعب اوبه زېرمه، ۱۶۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۱۷۱۰ کورنیو ته دڅښاک اوبه برابرې شي.
د دغو پروژو چارې د ډبلیو. ایف. پې په مالي لګښت د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.