یوه بنګله دیشي شرکت په افغانستان کې د ۱۰۰ -۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني د دغه ریاست د آمر محترم مولوي اختر محمد نصرت او د انرژي د برنامو ریاست د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د بي، پي، ټي، ال بنګله دیشي شرکت له رئيس محترم محمد اسحاق ابوالخیر او مل پلاوي سره وکتل او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړي شرکت رئيس د پانګونې د جلب او جذب له رئيس سره په لیدنه کې وویل، دوی لېواله دي چې په افغانستان کې د ۱۰۰-۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په دغه لیدنه کې، د پانګونې د جلب او جذب رئيس د نوموړي شرکت رئيس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د لمریزې برېښنا انرژي د تولید پروژو په برخه کې د هغوی د پانګونې هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ په دې برخه کې همکاري ته چمتو یو.

ښاغلي رحماني په دغه لیدنه کې د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې شرایط مخ په ښه کېدو دي او ټول پانګوال باید له دغه رامنځته شوې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu