لغمان ولایت کې د یوه چکډم د جوړېدو چارې د نږدې 3 نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۶:۵۲
1

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کرنج سیمه کې د 3.4 میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډم د جوړېدو چارې د لغمان د والي محترم شیخ شیراحمد حقاني، د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د ایف، جي، اي مؤسسې د مسئولینو او د ګڼ شمېر ځایي اوسیدونکو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړي چکډم د چارو په پرانیست غونډه کې د لغمان والي محترم شیخ شیراحمد حقاني وویل، چې د دغه چکډم د چارو په بشپړېدو سره به اوبه مدیریت شي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت او ولایتي اداره دې ته ژمن دي، چې د اوبو د مدیریت لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو د اوبو ټيته سطحه راپورته شي.

همدارنګه د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د نوموړي چکډم په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دغه چکډم د ۲۶ متره په اوږدوالي او څلورنیم متره په جګوالي سره جوړېږي.

د دغه چکډم چارې د ډبلیو، ایف، پي موسسې په مالي لګښت د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.پ

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu