لغمان ولایت کې د څه باندې۷۱ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوه محافظتي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۹:۳۰
1

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالي اړوند د کوټاخیلو په سیمه کې د یوه محافظتي دېوال(بولډروال) د جوړېدو چارې د  یو اویا زره، اووه سوه او شپږ پنځوس (۷۱۷۵۶ ) آمریکایي ډالرو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

نوموړی دېوال ۷۰۰ متره اوږدوالی  او ۳.۵ متره لوړوالی لري، چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او سلګونه جریبه ځمکه به د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د دغې پروژې چارې د یو ان ډې پې سازمان په مالي ملاتړ د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu