لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۶:۲۶
1

لغمان ولایت کې د نهر کریم کانال پروژه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لغمان ولایت د اوبو او انرژي د رئيس مولوي شېرجان، د کرنې او مالداري رئيس عبدالستار او د ايف،اې، او مؤسسې آسیایي مسؤل ښاغلي ولید حسن، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوه.

محترم راشدي د خپلو خبرو په ترڅ کې له ایف، اې، او مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، د یاد کانال  سربند له جوړېدو څخه خوښي وښوده، او خلکو ته ئې د یاد کانال د تخنیکي مشخصاتو، ټولنیزو او اقتصادي ګټو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د ایف، اې، او مؤسسې آسیايي څانګې مسؤل ښاعلي ولید حسن هم پخپل وار سره د یادې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي وښوده.

د نهر کریم کانال د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالي کې موقعیت لري، د ۱۸.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي چې چارې یې د پنځه دېرش میلیونه افغانیو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې، د ایف، اې، او مؤسسې په مالي مرسته د یوه کال په موده کې بشپړې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu