لغمان ولایت کې د لټر آباد کانال د سربند رغنیزې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۱۸
1

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالي کې د لټر آباد کانال د سربند رغنیزې چارې د ۹ میلیونه، ۳۶ زره او ۳۷۸ افغانیو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د نوموړي کانال سربند د ۲۰ متره اوږدوالي او ۱۱ متره سور په درلودلو سره د ۹۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

په دغه پروژه کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نوموړې پروژې چارې د ډبلیو. اف. پي سازمان په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې نن د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالي کې د اوبو ذخیرو ۱۹ پروژو رغنیزې چارې هم د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu