لغمان ولایت کې د شاهي کانال پروژې د ټاکل شوې کمیټې اجراآت تر څېړنې لاندې ونیول شول
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د یوې تخنیکي ناستې په ترڅ کې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د وضعیت د څېړلو په موخه د ټاکل شوې کمیټې د اجراآتو راپور وڅېړه.
په یاده ناسته کې، د یادې کمیټې غړو د خپلو کړنو او اجراآتو راپور د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د اسنادو څېړلو په برخه کې، د پروژې د ډیزاین ستونزې، د BQ اسنادو او یادې پروژې پورې نور اړوند موضوعات د اوبو له معین سره شریک کړل.
د اوبو ښاغلي معین د ټاکل شوې کمیټې د راپورونو تر څېړلو وروسته، لازم تخنیکي هدایات ورکړل او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ
