د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د آغا خان دفتر له مسؤل سره وکتل.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۱۸
1

حافظ مولوي محب‌الله عادل د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس له عبدالحفیظ مقنع سره چې په دغه ولایت کې د آغا خان د ولایتي دفتر مسؤل دی، لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي رئیس د ناستې موخه د چکدمونو، سربندونو او کانالونو په څېر د اوبو پروژو د تطبیق لپاره د همغږۍ رامنځته کول وبلل. د آغا خان دفتر مسؤل هم د نوي کال لپاره د همکاریو او پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست هڅه کوي چې د وزارت د پراختیایی بودجې او مؤسسو په مرسته اړینې پروژې تطبیق او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ـق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د کڅوال سپین جومات د کلي د سیند تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ازرې ولسوالي اړوند د کڅوال سپین جومات د کلي د سیند تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu