فورټیسکیو کمپنۍ ته د ۱۲۰ معرفي شویو کارکوونکو سره د انجنیر خان محمد تکل لیدنه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۳۴
545

فورټیسکیو چې یوه اسټرالیاي کمپنۍ ده پلان لري چې په افغانستان کې لوی بندونه جوړ کړي او د دې تر څنګ په دغه برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې نویو ټاکل شویو ۱۲۰ کارکوونکو ته زده کړې ورکړي.

د دغې پروسې لومړني کارونه تر سره شوي و چې نن دغه پروسه بشپړه او له ۱۲۰ کارکوونکو څخه ۷۴ کارکوونکي د دغې برنامې معرفي په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته را غوښتل شوي وو، دوئ ته د ادارې تګلارو او اجراآت په اړه معلومات ورکړل شول.

د پروګرام په اخر کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل له دغه کارکوونکو سره وکتل او هغوئ ته یې لازمې لارښوونې وکړې او وې ویل" د افغانستان بندونو په برخه کې چې د فورټسکیو کمپنۍ لخوا تاسو ته کوم فرصت برابر شوی دا ستاسو لپاره یو طلای چانس دی چې باید په ښه توګه ترې استفاده وکړئ؛ زه د فورټیسکیو کمپنۍ او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست سره ستاسو د مقررۍ او زده کړو پروسه له نږدې تعقیبوم، دغه پروسه به په ښه توګه او په خپل وخت پر مخ ځي خو له تاسو څخه مې هیله ده چې له وخت څخه ښه استفاده وکړئ تر څو افغانستان په راتلوونکي کې د بندونو په برخه کې مسلکي کسان ولري".

د یادونې وړ ده چې د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت په اساس ۱۲۰ تنه نوي ټاکل شوي کارکوونکو د فورټسکیو کمپنۍ لخوا د افغانستان بندونو په اړه زده کړې ورکول کیږي چې له هغه وروسته به د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په چوکاټ کې کار کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu