فاریاب ولایت کې د هزاره کلا کانال چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۳۷
1

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې د هزاره کلا کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړي کانال چارې چې د ۲۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د دغه کانال د چارو په بشپړېدو سره به کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu