فاریاب ولایت کې د هزاره کلا کانال جوړونې او پاکاري پروژې چارې به ډير ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۸ - ۱۶:۲۵
1

د هزاره کلا کانال جوړونې او پاکاري پروژې چارې چې د فاریاب ولایت په چهل ګزي ولسوالي کې د ۲۳ زره او ۶ آمریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې پراخې کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا ولایت کې درې پروژې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د دوو پروژو چارې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل  شوې

د پکتیا ولایت  په زرمت ولسوالي کې د بېټکې چکډم او ټرینجونو، د برملایانو کارېز د اوبو حوض، د شولګډ کاریز سربند او کانال پروژو چارې د ۱۵میلیونه، ۲۲۶ زره او ۸۲۰ افغانیو په لګښت د اوبو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۴۲
Background image

د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي ناسته کې د هېواد د اوبو سرچینو د پياوړتیا په هکله خبرې، اترې وشوې

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د اړوندو رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د شخصي سکتورونو سوداګریزې برېښنا د سروې، پېژندنې او د فعالیتونو د قانوني‌کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم سره په لوګر ولایت کې د شخصي سکتورونو سوداګریزې برېښنا د سروې، پېژندنې او د. . .

بیرته تګ

User account menu