غور ولایت کې د دوه چکډمونو د جوړولو چارې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۵۸
۱

د غور ولایت په فېروز کوه ولسوالي کې د پیلوي سرخ چکډم او په لعل و سرځنګل ولسوالي کې تمبر ممبرتو چکډم د جوړولو چارې د غور د اوبو او انرژي رئیس محترم الحاج ملا رحمت الله آماني، ددغه ریاست تخنیکي سلاکار او د انجینري خدمتونو آمر او د ګڼ شمېر ځايي مسؤولینو او اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

ښاغلي آماني د دغه مراسمو په دوام کې، د اوبیزو پروژو د ارزښت د بیانولو سربېره، اوبه ملي سرمایه او الهي آمانت وبالهٔ او د هغو پر ساتنې او ګټورې ګټې اخیستنې یې ډېر ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې اقلیمي بدلونونو پر سیمه باندې خپلې اغېزې غورځولې دي او د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د زېربناوو په برخه کې پانګونې ته ژمن دی.

د دغو پروژو د جوړولو چارې د ۶ میلیونه او ۶۰۶ زره او ۵۵۰ افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي او د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي. دغه چکډمونه د سېلابونو د کنټرول او د هغوی د زیانونو د کموالي، د موسمي اوبو د راټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذيې په موخه جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د پیلوي سرخ چکډم د ۴۴۸۰ مترمکعبه او د تمبر ممبرتو چکډم د ۸۹۱۲ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا درلودونکي دي، چې ۱۳۰۰ کورنۍ به په مستقیمه توګه ور څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu