غزنی ولایت کې د 91 کانالونو لمړنۍ سروې ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۵
1

د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د غزني ولایت په پنځو ولسوالیو کې د 91 کانالونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

په دغهٔ سروې کې د کانالونو د اوږدوالي، د هغو اعظمي او شته بهیر او د خړوبولو د وړتیا سروې وشوه، چې 20 کانالونه په رشیدانو، 24 په ناهور، 22 په اجرستان، 6 په مالستان او 19 په جاغوري ولسواليو کې سروې شوي دي، چې د دغو کانالونو د چارو د پیلېدو لپاره به له اړوندو مراجعو سره شریک شي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټيم د غزني سیندیزې فرعي حوزې د کارمندانو په همکاري د غزني ولایت د زنخان، سلطان، سردې، بهایي او باغچرې بندونو څخه د حفظ او مراقبت سروې ترسره کړه، چې راتلونکي کال کې به په پلان کې ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu