د 1 کلستر کانال د بیارغونې چارې رسما پرانستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۱:۳۴
اخبار

دا کانال چی د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې شتون لري، د اوبو لګولو شبکی، د بزګرانو د اغیزمنی ګټی اخیستنی، د لا زیاتو ځمکو د خړوبولو او د یادې سیمی د کرنیزو پیداوارو د ډېرښت په موخه تر لاس لاندې نیول شوی دی.
د اوبو او انرژی وزارت د پروژو د انسجام ریاست د مسولینو په وینا، دغه کانال د 2019 کال د دسمبر په میاشت کی پیل او د 2020 تر دسبمر میاشت پورې به پای ته و رسیږي.
یاد کانال اوس مهال د 2600 هکتاره ځمکو د خړوبولو وړتیا لري چې روسته له رغولو به دغه وړتیا تر 3000 هکتاره ځمکی پورې ورسیږي.
له دې پروژه څخه به شاوخوا 3412 کورنی په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ګټمن شی.
د دغه کانال د بیارغونی کار د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند، د پروژو د انسجام ریاست له لوري د IRDP پروژی له خوا تطبیق کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu