د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۳۵
123

د اوبو د چارو د ملي ادارې له خوا د ۱۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶ چکډمونو د ودانولو د پروژه د قراردادنو لاسلیک

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نن د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۴ نیټه د ۲۶ چکډمونو (د اوبو د زیرمه کولو کوچني بندونه) د ودانولو قراردادونه د خصوصي سکټور له شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دغه پروژې د
۱۳۸ ملیونه او ۹۵۴ زره او ۸۶۸ افغانیو په لګښت، د هېواد په نهو ولایتونو ( هرات، بادغیس، پنجشیر، کابل، هلمند، فاریاب، غزني، لوګر او فراه) کې پلې کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم د ادارې عمومي مشر، ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو مدیریت د افغانستان له اساسي اړتیاو او د دې ادارې له مهمو مسئولیتونو څخه وباله، او زیاته یې کړه: دغه پروژې د اوبو د مدیریت په موخه پر لاره اچول شوې چې له پلي کېدو سره یې څه باندې یو ملیون متر مکعبه سطحي اوبه په یادو ولایتونو کې کنترول او څه باندې زر هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کوي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازې، آغلې هما احمدي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې څخه د یادو پروژه د پلي کولو په خاطر مننه وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د ښه مدیریت او د اقتصادي ودې په موخه د ورته پروژو پلي کول یې اغیزمن وګڼل.
په ورته وخت کې د خصوصي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي شفیق الله لودین، په ټاکل شوې موده کې د پروژو د ښه او با کیفیته تطبیق لپاره خپله ژمنه اعلان کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به
۱۰ زره کورنۍ د هغې له ګټو څخه برخمنې شي.
--------

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزير د پکتیا ولایت د مچلغو بند له ساحې څخه لېدنه وکړه

نېټه: ۲۱ / حوت / ۱۴۰۴ هـ ش

پنجشنبه ۲۳ / رمضان / ۱۴۴۷ هـ ق

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس آخندزاده د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلینو، د وزارت د انجینري  خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

بیرته تګ

User account menu