د یوه چینایي شرکت رئيس له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه او د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۱۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د چین هېواد د خواه فوتین شین شرکت له رئيس او د چین د ملي شرکت له استازي ښاغلي لي شین جییان او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت رئيس له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، کابل کې د څښاک اوبو د تصفیه کولو او د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت د پانګونې د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ له ټولو بهرنیو او کورنیو پانګوالو څخه غواړو چې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو.

همدغه راز، د دغې ناستې په پای کې د عملي چارو د پیل په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د ګډو ناستو پر ترسره کولو باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu