د یوه افغان شرکت مسؤلینو او چینایي شریکانو یې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید بندونو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۵۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د پانګونې د جذب د رئيس محترم انجنیر دادمحمد زرمتي په شتون کې د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت له رئيس محترم عبدالحمید عاشوري او چینایي شریکانو ښاغليو Alex Chen او  SuTuan سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د نوموړي شرکت رئيس او چینایي شریکانو یې په افغانستان کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتيا د هر کلي ترڅنګ، هغوی ته وړاندیز وکړ، چې د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان ولایت کې د کیله ګي بند ، په تخار ولایت کې د مامي کلا بند  او په بادغیس ولایت کې د مرغاب پر سیند باندې د بند جوړولو په پروژه کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې ده او مونږ په دې برخه کې هر راز همکاري ته چمتو یو.

همدغه راز، ښاغلي Alex Chen د نوموړي شرکت شریک په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د دوی له شرکت څخه د لیدنې په موخه چین هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړه.

د دغې لیدنې په پای کې په پروژو کې د پانګونې په موخه د عملي چارو پر پیل باندې ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د اوبو او  انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرینو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu