د یو، این، ډي، پي دفتر له مسؤلینو سره د اوبو سرچینو، د کانالونو د بیارغونې او د سربندونو جوړولو د طرحو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۹:۳۷
1

د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د نوموړي دفتر د معیشت له کارپوه محترم ډاکټر غلام مرتضی خاشع او مل پلاوي سره وکتل او په نوموړې حوزه کې د اوبو سرچینو، د کانالونو د بیارغونې، د سربندونو د جوړولو، د څنډو د تحکیماتو او د اوبو رسولو شبکو د طرحو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي خاشع د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له رئيس سره په دغه لیدنه کې د نوموړو موضوعاتو په هکله د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

له بلې خوا، د کاپيسا د سیندیزې فرعي حوزې د کارمندانو لپاره د څښاک، کرنیزې، ا وصنعتي اوبو د څاګانو د کیندلو د اسنادو د چمتو کولو په هکله د وړتیا لوړولو برنامه پيل شوه.

ټاکل شوې ده، چې په دغه برنامه کې د اړوندو مسؤلینو له لوري ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu