د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پکتیکا ولایت له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۶:۴۱
1

د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم قاري فتح محمد ذاکر د پکتیکا ولایت د ښاروالي، ښارجوړولو، چاپېریال ساتنې ریاستونو او د امنیې قومانداني له استازو او د ښرنې ښار د دوکاندارانو د ټولنې له غړو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي ذاکر د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د اوبو د کړنلارو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغې کړنلارې د پلي کولو په برخه کې د اړوندو دولتي ادارو په ګډون باید د بازار اتحادیه هم همکاري وکړي.

په ورته مهال، د ښار د ټولنې غړو د اوبو د کړنلارو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او په دې برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu