د کندهار ولایت ځوانانو د اوبو د تنظیم ملی ادارې لوی رئيس کړنې وستائیلې

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۹
554

د کندهار ښار او د مختلفو ولسوالیو، سلګونو ځوانانو، مدنی فعالانو، روڼ آندو د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د شهید عبدالقدیم پتیال د غونډو په تالار کې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د ستاینې او د دهلې بند پروژې د پلی کېدو په ملاتړ غونډه وکړه.

غونډه کې چې د کندهار ولایت قومي مشر او مرستیال والي اغا لالی دستګیري، د کندهار ولایت د سکټوري او مختلفو ادارو رئيسانو، ځوانانو او مخورو ګډون کړی و د قران کریم په مبارکو ایاتونو او د ملي سرود په غږولو پيل شوه.

د غونډې په استازیتوب، مرستیال والي ښاغلي دستګیري؛ د کندهار ځوانانو شورا رئيس او د پيوند مدنې ټولنې مشر حکمت الله صلحي ګډونوالو ته خبرې وکړې او د هېواد په کچه یې د پراختیاي پروژو پلي کولو په برخه کې یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کړنې او فعالیتونه وستائيل.

دوئ په خپلو خبرو او یو شمېر ګډونوالو د ترنم په ژبه د له ښاغلي تکل څخه وغوښتل چې د نورو پروژو تر څنګ د( دهله بند، لوری بند، شنه نری بند) او نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

وروسته د کندهار ولایت د ارغنداب رود فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر توریالي محبوبي د غونډې ګډونوالو ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس پيغام ولوست او په پيغام کې یې د کندهار اړوند د روانو، تر کار لاندې او په پلان کې پروژو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

په دغه پيغام کې د دهلې بند په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول" د دهلې بند جوړولو لپاره مو د اسیا پراختیاي بانک سره خبرې کړي او نتیجې ته رسیدلي يوو، بودیجه یې منظور شوې؛ دا چې ولې د دغه بند چارې نه دي پيل شوي تاسو ته بهتره معلومه ده چې ستونزه د استملاک ده، په هغه برخه باندې تر ډيره کار شوی؛ زه خپله دغه موضوع تعقیبوم چې ډير ژر به حل او د بند عملي چارې به پيل شي؛ تاسو ته ډاډ درکوم چې دهله بند به جوړیږي؛ همدارنګه په کندهار کې د لوره ارغستان بند د ډيزاین قرارداد لاسلیک شو چې عملي چارې به یې ژر پيل شي او په راتلوونکي کال کې به په لسګونه نورې د کانالونو، کاریزونو، چکډم او د استنادي دېوالونو پروژې پيل شي".

په پای کې د کندهار ځوانانو په استازیتوب ښاغلي حکمت الله صلحي لخوا د ارغنداب رود سیندیزې فرعي حوزې رئيس په لاس د هېواد د اوبو مدیریت او پراختیاي پروژو پلي کولو په برخه کې د ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د هلو ځلو قدردانۍ ته د درناوي په موخه د ستاینې مډال او قلم ډالۍ ورکړل شوو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu