د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند د مطالعاتو د ترسره کولو، ډیزاین او د شاتوت- للندر بند د ستونزو د هوارولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۳:۲۹
1

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د یاد معینیت له رئيسانو او مسؤلینو سره د شاتوت- للندر بند د ستونزو د هوارولو او د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند د پروژې د ډیزاین د چمتوکولو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د ناستې په بهیر کې، د یادو پروژو د وضعیت د څېړنې او د هغوی د ستونزو د هوارولو په لارو چارو باندې خبرې وشوې، چې د رئيسانو او مسؤلینو د اندونو تر اورېدلو وروسته د اوبو  ښاغلي معین هغوی ته اړین تخنیکي هدایات ورکړل.

همدارنګه د اوبو معین ټینګار وکړ،چې د ارغستان د لورې بند د پروژې د ډيزاین په موخه له همکارو شرکتونو سره اړینې همغږي ترسره شي، ترڅو ژر تر ژره د یادې پروژې د ډیزاین چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu