د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا د اوبو او برښنا وزارت معین سره وکتل

hafiz_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۰
mew

 

کندهار والي حاجي‌محمدیوسف وفا د دوشنبې په ورځ ماپښين ولایت مقام کي د اوبو او برښنا وزارت له مرستیال انجنیر مجیب‌الرحمن عمر او یو شمیر نورو مسئولینو سره لیدنه وکړه ، چي پرمهال یې د کندهار د ارغنداب د دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت، د هلمند د دریايي حوزې عمومي رئیس حاجي قاري عبدالهادي او د کندهار د والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي د اوبو او برښنا وزارت مرستیال انجنیر مجیب‌الرحمن عمر لومړی وویل، اوبه یوه حیاتي ماده ده، په خاصه توګه د افغانستان لپاره؛ ځکه افغانستان په وچه کي پروت یو هیواد دئ، چي په خبره یې که د خپل هیواد اوبه مهار کړو، نو د زراعت، مالدارۍ او برښنا په برخه کي به په بشپړه توګه ځان بسایني ته ورسیږو.

انجنیر مجیب‌الرحمن عمر زیاته کړه، کندهار ته یې د بندونو، چیک ډمونو او کانالونو د جوړېدو په برخه کي ځانګړې پاملرنه سته، چي په خپلو خبرو کي یې د دهلې بند پروژه ډېره مهمه پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه، چي باید په لومړي قدم کي ددې پروژې د استملاک چاري ترسره سي، ترڅو بیا نړیوال او آسیايي بانک او یا هم نړیوالي موسیسې یې د جوړېدو په برخه کي ژر تر ژره زړه ښه کړي.

همدا راز غونډه کي د کندهار د ارغنداب رود دریايي حوزې رئیس مولوي سیدمحمد شرافت د دهلې بند د استملاک د چارو په برخه کي په بشپړه توګه معلومات له کندهار والي سره شریک کړل، چي وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د دهلې بند جوړېدل د ټول کندهار لپاره ترټولو مهمه مسئله ده؛ ځکه ددې بند په جوړېدو سره کندهار د زراعت او برښنا په برخه کي ځان بسایني ته رسیږي.

کندهار والي د ارغنداب رود دریايي حوزې رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي ژر تر ژره د استملاک چارو د پیلېدو په موخه د سیمي له اوسېدونکو سره ناسته وکړي، ترڅو ټولي پره تې ستونزي له منځه یوسي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu