د کندهار د دهلې بند د چارو چټکتیا په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۸:۵۹
888

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د برنامو مدیریت په مشرۍ د کلو پراختیا وزارت او کرنې او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ د کندهار ولایت د هلې بند د چارو چټکتیا په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه.

په دغه جلسه کې چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د برنامو مدیریت مرکزي دفتر رئيس ښاغلی انجنیر سید مقیم سادات، د کلو پراختیا وزارت د برنامو مسؤل بریالی هلالي او د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤل سید مقصود هاشمي او د اړونده ادارو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو چې د اړونده ادارو مسؤلینو لخوا په نوبت سره د خپلو کړنو راپور وړاندې شو او د دهلې بند د چارو په چټکتیا یې هر اړخیز بحث وکړ.

په دغه ناسته کې د دهلې بند د چارو په چټکتیا، د استملاک ستونزو حل او د کندهار ولایت مقام او د اړونده ادارو تر منځ په ښه همغږۍ تينګار وشو تر څو د دغې لوی او ملي پروژې چارې چټکې او په خپل وخت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د برنامو مدیریت مرکزي د دفتر رئيس ښاغلي سید مقیم سادات زیاته کړه چې د پروژې د چارو ګړندیتوب لپاره باید د اړونده ادارو رهبریو او د کندهار ولایت مقام تر منځ ګډه ناسته تر سره شي او یو پلاوی وټاکل شي تر څو سیمې ته ورشي او چارې له نږدې وڅاري.

د یادونې وړ ده چې د دهلې بند چې یو له سترو او ملي پروژو څخه دی د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې موقعیت لري چې اوسمهال یې په ځینو برخو کار روان دی چې په ۱۴۰۰ کال کې به یې چارې لا ګړندۍ شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu