د کمال خان بند درېیم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۸:۱۰
1

د دغې پروژې د ګټې اخیستنې ته د سپارلو د مراسمو پیل د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اسلامي امارت د مشرانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د نوموړي بند په ساحه کې ترسره شول.

د اوبو او انرژي سرپرست د دغې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې څرګنده کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې امنیت، اسلامي نظام او اقتصادي پراختیا رامینځته کړې، پدې اساس د افغانستان له خلکو څخه تمه کېږي چې د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې ویښ او بیداره واوسي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت رهبري د وچکالۍ وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په کتو د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او پدې هکله ګاونډي هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د دغه بند له جوړولو څخه به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

له بلې خوا د اوبو معین په دغه مراسمو کې یادونه وکړه چې د کمال خان بند د سېلابونو د کنترولولو او د اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوی او د اوبو او انرژي وزارت ډاډ ورکوي چې د دغه بند په جوړېدلو سره به هېڅ هېواد زیانمن نه شي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت سرپرست، په دغه مراسمو کې یادونه وکړه چې د اسلامي امارت مشران د افغانستان خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ په صداقت سره هڅې کوې.

همدارنګه د نیمروز والي د اسلامي امارت رهبري دغه ولایت ته د پاملرنې په ستایلو سره، یادونه وکړه چې پدې وروستیو کې له نیکه مرغه د نیمروز خلک په دغه ولایت کې د څو لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

د یادونې وړ ده چې د کمال خان بند د هېواد له لویو بندونو څخه دی، چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالي کې د موسمي سېلابونو د کنترول، د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶ مېګاواټه برق د تولید د وړتیا په موخه پلي شوی دی.

دغه بند د اوبو وضعیت ته په کتو سره کولی شي ۱۷۴۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د خړوبولو لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu