د کمال خان بند او په نیمروز ولایت کې د پراختيا پروژو په اړه د دغه ولایت والي سره لیدنه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۹:۱۹
44

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د نیمروز ولایت والي زمریالي احدي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو په یاد ولایت کې د کمال خان بند په چارو، په نیمروز ولایت کې د په نوو بندونو، کانالونو، چکډم، استنادي او ګبیوني پروژو باندې هر اړخیز بحث وکړ.

لومړی د نیمروز والي ښاغلي زمریالي احدي د اوبو مدیریت په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو ستاینه وکړه او د کمال خان بند جوړولو کې یې د ښاغلي تکل د کلک هوډ قدرداني وکړه، ښاغلي احدي د کمال خان بند سره سره د یو شمېر نورو بندونو او کانالونو د جوړېدو غوښتنه وکړه او هغه یې د نیمروز ولسونو لپاره ګټور یاد کړل.

ورپسې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، لومړی د نیمروز والي ته د کمال خان بند د چارو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه "کمال خان بند يواځې د نمیروز ولسونو نه بلکې د ټولو افغانانو ملي شتمني او غرور دی؛ اوسمهال په دغه بند باندې په چټکۍ سره کار روان دی چې تر اوسه پورې یې تر ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ چې د کمال خان بند په ګډون به د هېواد ټولې لوې پروژې په ښه کیفیت او په خپل وخت تر سره کیږي؛ ولس دې په منفي خبرو باور نه کوي؛ د کمال خان بند چارې په ښه توګه روانې دي".

همدارنګه ښاغلي تکل د نیمروز والي زمریالي احدي ته د دلارام، خاشرود، چخانسور... او د نیمروز ولایت یو شمېر نورو ولسوالیو کې د اوبو مدیریت نوو بندونو جوړولو، کانالونو بیارغونې، چکډم، ګبیوني او استنادي دېوالونو او یو شمېر نورو پروژو پلي کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلوونکي کې به یو تخنیکي ټيم د یو شمېر پروژو سروې او ډيزان په موخه نیمروز ولایت ته واستول شي.

په پای کې ښاغلي انجنیر خان محمد په ټينګار سره وویل چې کمال خان به په نږدې وخت کې د ملي او نړیوالو رسنیو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu