د کجکي بریښنا بند د دوهم فاز د پروژې کار بشپړ او ژر به پرانستل شي.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۱۷:۴۸
1

د کجکی برشنا بند د دوهم فاز د پروژې د کار د سرته رسیدو او پرانستلو په هکله د هم غږي ناسته تر سره شوه.

دغه ناسته د اوبو او انرژي سر پرست وزیر ملاعبداللطیف منصور او د ۷۷ ترکي  شرکت د مسئولینو ترمنځ تر سره شوه. په دې غونده کې د هلمند د کجکي برشنا بند د دوهم فاز د پرانست غونډې لپاره د همغږي او آمادګي په هکله د نظرونو تبادله وشوه. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې بشپړیدل په هېواد کې د انرژي د تولید په برخه کې د پر مختګ په لور یو مثبت ګام وباله او د پروژي له ټولو کارکونکو څخه يې قدرداني وکړه. ښاغلي منصور صاحب دغه پروژه یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وبلله او دا يې د وزارت د پروژو په تطبیق کې د عامه مشارکت له لارې یوه بریالۍ تجربه وبلله. د یاولو وړ ده چې د هلمند د کجکي برښنا بند د دوهم فاز پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ترکی ۷۷ شرکت په واسطه تطبیق، او د دغې پروژې په بشپړیدو سره د کجکی د برښنا د تولید په ظرفیت کې ۱۰۰ میګاواټه زیاتوالی راغلی دی. تردې وړاندې د کجکي د برښنا بند د تولید ظرفیت ۵۱ میګاواټه وو ، چې د دغې پروژې په بشپړیدو سره د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاوټه ته رسېدلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

بیرته تګ

User account menu