د کب د لسمې د دوحې تړون د دوهمې کلیزې په مناسبت د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف "منصور" پیغام
الحمدالله و كفى والصلوة والسلام على عباده الذين الصطفى اما بعد؛ د شکر او خوشحالي ځای دی،چې نن له شل کاله اشغال وروسته
د هغې معاهدې دوهمه کلیزه په داسې حال کې لمانځو چې له مخې یې اشغالګره امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه وتلو او د خپلې ماتې د سند لاسلیک کولو ته اړ شوو.په دې مناسبت د ا.ا.ا مشر امیرالمؤمنین محترم شیخ هبت الله اخندزاده (حفظه الله) ،رئیس الوزرا، د کابینې غړو، د هیواد دفاعي-او امنیتي ځواکونو ،ټولو مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، ټول افغان مسلمان ملت او اسلامي امت ته د زړه له کومې مبارکي وایم. کله چې امریکا د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نېټه د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو او په خپل لاس د جوړې شوې جعلي دسیسې په پلمه زمونږپر هیواد ظالمانه یرغل وکړ،د لږ وخت په تیریدو سره یې د افغانستان د جنګ پای او د ا.ا.ا سقوط اعلان کړ، خو د دوی سترګې د ځمکني واقعیتونو له لیدلو څخه ړندې وې، هغه اور چې امریکا او متحدینو یې مړ ګڼلی وو، سپرغۍ یې ډېر ژر تازه او د پکتیا ولایت په شاهي کوټ کې یې لمبې ژبغړانده او دیرغلګرو هډونه په کې سکاره شول. هو ! د ا.ا.ا مجاهدینو د ټولې نړۍ د سیاسي او نظامي تحلیلګرانو د اټکل پر خلاف د شهید بن شهید قوماندان صاحب سیف الرحمن "منصور" تر قوماندې لاندې یرغلګرو او د دوی د بړېڅو پر خلاف د جهادي سنګر په پرانستلو سره ټوله نړۍ حیرانه کړه. شهید قوماندان صاحب سیف الرحمن "منصور" او ملګرو یې پر دې برسېره چې ګڼ شمېر ناټوخېلو ته یې د خپلو سرونو په کاسو کې اوبه ورکړې، ټولې نړۍ ته یې دا الهام او پیغام ورکړ چې هیڅ مادي ځواک نه ماتېدونکی نه دی، بلکې په هر ځای او هر وخت کې دفرعون،نمرود،چنګیز،انګریز،روس او امریکا د ماتې تاریخ تکرارېدلای شي خو یوازې یوه قوي ایمان، غیرت، او د الله ج په ذات باندې توکل ته اړتیا لري. هو ! مونږ دا یو ډېر ښه او هیله بښونکی تصادف ګڼو چې، په کومه میاشت کې چې شهید قوماندان صاحب سیف الرحمن " منصور " او ملګرو یې د امریکا او متحدینو په خلاف د جهاد لومړني عملیات پیل کړي وو ،نژدې شل کاله وروسته
په همدغه میاشت (د کب په میاشت کې) امریکا د ا.ا.ا له مذاکراتي ټیم سره د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې، له افغانستان څخه د وتلو او اشغال د پای او د خپلو ځواکونو د اېستلو دقیقې نیټې د ټاکلو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې ټول بهرني یرغلګر زمونږ له ټاټوبي څخه ووتل.
په پای کې له لوی او مهربان خدای ج څخه غواړو چې له دې وروسته افغانانو ته په خپل ګران هېواد کې د الهي قانون تر سیوري لاندې هوسا او بسیا ژوند ورپه برخه کړي.
