د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د بنسټیزو مطالعاتو او د بند تر کاسې لاندې سیمو د استملاک د ارزونې په هکله خبرې، اترې وشوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۹:۲
1

د کاپيسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د خپل کار په دفتر  کې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو د رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي، د وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو او د چینایي ( ام جم) شرکت د اړیکو له مسؤل سره وکتل او د کاپيسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د بنسټیزو مطالعاتو، د بند تر کاسې لاندې سیمو د استملاک ارزونې او د ملکیت ډول( امارتي او شخصي) په هکله چې تر استملاک لاندې به راشي، بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د وزارت د انرژي د برنامو رئيس د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست له تخنیکي ټیم سره د نوموړي بند د قراردادي شرکت له کاري سیمو څخه لېدنه وکړه.

له بلې خوا، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس د شنې دایرې د خدماتي، مشورتي او چاپیریالي شرکت له استازي محترم ظاهر نادري سره وکتل او د باغدرې برېښنا بند د تولنیزو اغېزو (اس، آی، ا) او د چاپیریالي اغېزو (ای، آی،ا) د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او ټاکل شوې ده، چې د نوموړي شرکت تخنیکي ټیم سبا د ټولنیزې او چاپيریالي اغېزو ارزونه پيل کړي.

په ورته مهال، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس د خواجه او خرم کانالونو په اوږدو کې د خپل سرو برېښنا کوچنیو بندونو له خاوندانو سره وکتل او هغوی ته یې د نوموړو بندونو د ویجاړېدو او یا نه‌ویجاړېدو په هکله د اوبو چارو د تنظیم قانون او په قانوني ډول د رسمي جواز په اړه د ټاکل شوو شاخصونو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu