د کابل ښار په لومړئ ناحیه کې د برښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پیژندلو او ارزولو چارې پای ته ورسیدې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۶:۱۶
1

د کابل ښار اړوند لومړئ ناحیه کې د برښنا انرژي مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د پام کې نیولو په موخه د برښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برښنا انرژي خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د مؤظف ټيم د برښنا انرژي خدمتونو د معلوماتو وړاندې کولو مرکز ریاست د رئیس ښاغلي شیرمحمد همت په مشري او د کابل ښار د لومړئ ناحیې همکارانو د ګډې همکارۍ په پایله کې چې څه موده وړاندې پیل شوې وه په پایله کې یې لسګونه شرکتونه وپیژندل شول، البته د پيژندل شویو شرکتونو مسئولینو ته د برښنا رسونې فعالیتونو د قانوني کولو په موخه د جواز اخستلو سپارښتنه وشوه چې د یادو شرکتونو د مسئولینو ژمنه وکړه چې د برښنا انرژي خدمتونو د تنظیم لوی ریاست څخه به جواز ترلاسه کوي او پخپل فعالیت کې به ټولو تخنیکي معیارونو او ستاندردونو ته پوره پام کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu