د کابل ښار د صنعت کارانو ټولنې سره د هغوی د برېښنا ستونزې د هوارولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۲۹
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کابل ښار د صنعت کارانو ټولنې سره وکتل او  د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې د برېښنا کموالي د ستونزې په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه.

 په یاده ناسته کې، د کابل ښار یو شمېر صنعت کاران په صنعتي فابریکو کې د برېښنا کموالي د ستونزې څخه شکایت درلود او د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په دې برخه د توجه غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره شریکې کړي او شته امکاناتو ته په کتو سره به ددوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu