د کابل ښار د اوبو تامین په اړه دریمه تخنیکي غونډه جوړه شوه.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲ - ۱۴:۷
اخبار

په کابل ښار کې د اوبو تامینولو په اړه د تیرو تخنیکي غونډو په لړ کې، د روان کال د زمري میاشتې په «۳۰» نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ تخنیکي غونډه د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت، کابل ښاروالۍ، د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې او نورې اړوندې اداراتو استازو په ګدون په دې وزارت کې جوړه شوه.
دغه ناسته په کابل ښار کې د اوبو رسولو پلانونو او برنامو د پرمختګ په اړه جوړه شوې وه او لاندې موضوعاتو په اړه بحث وشو :
۱- د TOR (د مسؤل ټیم کارونه د اړونده ادارو څخه جوړ شوي تخنیکي ډله ) پرمختګ په اړه راپور ورکول
۲- د اوبو اړتیا په اړه پیژندنې کتنه او د پنجشیر ، قرغه او لوګر سرچینو او اکوفیرنونو څخه د کابل ښار د اوبو رسولو عملی پلان د پرمختګ څرنګوالی
۳- د کابل ښاروالۍ د ځمکې لاندې د اوبو پرځای له ککره اوبو څخه تصفیه شوی اوبو د شنو خړوبولو او د شرکتونو، د حمامونه، د موټر وینځلو او د حوضونو د ځمکې لاندې اوبو کارول محدودیت په اړه معلومات وړاندې کول.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال انجینر خان محمد تکل د کابل ښار د اوبو د اهمیت یادونه ترڅنګ وویل د TOR کاري ځواک د کابل ښار اوبو رسولو شبکې د سروې او ډیزاین کار پیل وکړئ.
همدارنګه د اوبو مرستیال د کابل ښاروالۍ څخه هم وغوښتل چې د ځمکې لاندې اوبو پرځای د تصفیه شوي اوبو د کارولو لپاره ژر تر ژره د حل لارې بیان او د ښاروالۍ لخوا د شنو خړوبولو لپاره د څاګانو شمیر مشخص کړئ. ښاغلی تکل په حمامونه، د موټر وینځلو او حوضونو کې د اوبو تصفیه سیستم جوړولو باندې ټینګار وکړ ترڅو د اوبو ضایع کیدو ثخه مخنیوی وشي.
د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کاناليزاسيون شرکت، تخنیکي رییس ښاغلی انجنیر محمد لطیف مظفرخیل، د پریزنټشن وړاندې کولو سره د پنجشیر، قرغه او لوګر اکوفیرنونو څخه د اړتیا وړ اوبو میزان تشریح کړ او وویل: "موږ هڅه کوو چې د اوبو رسولو شبکې کې د راتلونکو 10 کلونو لپاره د اوبو غوښتنه په پام کې ونیسو."
وروسته د دې پروژې د ژر تر ژره تطبیق کولو

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه ترسره شوه

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه د ریاست الوزرا د لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ د اړوندې کمېټې په همغږي سره په نوموړي ریاست کې ترسره شوه.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

پکتیکا ولایت کې د پنځو سټيشنونو ساتنه او مراقبت ترسره شو

 د پکتیکا د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو ریاست مسؤلینو په پکتیکا ولایت کې د پنځو سټیشنونو ساتنه او مراقبت ترسره او همدارنګه یې د ځمکې. . .

بیرته تګ

User account menu