د کابل پولي تخنيک پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو د خپلې عملي دورې څېړنو پایلې د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو له ریاست سره شریکي کړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۶:۳۲
1

د کابل پولي تخنیک پوهنتون  یو شمېر زده کړیالانو چې د خپلې عملي دورې څېړنو د سرته رسولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو ریاست ته معرفي شوي وو، نن یې دخپلو څېړنو پایلې د پروژو د ارقامو د ټولولو، د باران اوبو د جمع کولو ، د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو څرنګوالي، د ځمکې لاندې اوبو د ښکته تللو له کبله د کابل ښار ښکته تلل او په هرات ښار کې د اوبو د سطحي ښکته تللو پرزنټېشن د ځمکې لاندې اوبو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن عزیز ، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس  ښاغلي حاجي غلام جیلانې حق پرست د سطحي اوبو رئیس ښاغلي فضل الله دورانی او د هغه ریاست د یو شمېر آمرینو په شتون کې وړاندې کړل.

په دې څېړنو کې وښودل شوه،  چې د کابل ښار په ځینو ناحیو کې د ځمکې لاندې اوبه د معیاري ستندردونو څخه ښکته دي، خو د کابل ښار کښته تلل هغه ډول چې انګېرل کېده چې د ځمکې لاندې اوبو  دښکته تللو له کبله ښکته ځي،  د انديښنې وړ ندي او د هرات ښار په ځینو ناحیو کې د تېرو څو کلونو په پرتله اوبه دوه متره ښکته تللي دي.

د ځمکې لاندې اوبو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن عزیز ، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس ښاغلي حاجي غلام جیلاني حق پرست او  د سطحي ځمکو اوبو رئیس ښاغلي فضل الله دورانی د یادو موضوعاتو په برخه کې د څېړنو د اهميت په هکله خبرې وکړي.

یادو محصلینو د خپلو څېړنو پایلې په لیکنې بڼه د ځمکې لاندې اوبو ریاست ته وسپارلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu