د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالي کې د عامه شتمنیو د رامنځته کولو  پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۶:۲۵
1

یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کا بل سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل منځني سیندیزې فرعي حوزې د رئیس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب، د خاکجبار ولسوالي ولسوال او د یادې ولسوالي د قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

دا پروژه چې د اوبو او انرژي وزارت له خوا د سیلابونو د کنترول، د باران اوبو د جمع کولو او مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه په لاره اچول شوې ده، د باران اوبو د جمع کولو څلور لوی حوضونو او  ۱۸۰ کوچني حوضونو د جوړولو، د ۴۰۰ متره په اوږدوالي سره د اوبو لګولو یو کانال او د واټر شیډونو جوړول پکې شامل دي.

یاده پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې پلی شي چې د ۶۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه رامنځته شوې او د دې پروژې د بشپړیدو وروسته به کابو ۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي، چې په غیر مستقیم ډول به نږدې ۲۰ زره کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.

د یادولو وړ ده، چې یاده پروژه د څه باندې ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له خوا تمویلیږی او د خاکجبار ولسوالی په بېلابېلو ولسوالیو کې د شلتر فار لایف موسسې   (SFL)له خوا پلي کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu