د کابل ولایت د 11 چکډمونو دپروژو د جوړونې قرارداد لاسلیک شو
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست ښاغلي انجینر خان محمد تکل د کابل ولایت د 11 چکډم پروژو د قرارداد د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د ولسي جرګې يو شمېر استازو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې يو شمېر رئيسانو په شتون کې لاسلیک کړ.
دغه پروژې د اوبو د مديريت او د سیلابونو د کنټرول په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کابل ولايت په شکردره، موسهي، ګلدره، پغمان او سروبي ولسوالیو کې په لاره اچول شوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجینر خان محمد تکل د اوبو مديريت د ارزښت يادونې تر څنګ د اقلیم بدلون ته په کتو د اوبو د سرچینو د مديريت او د سیلابونو د کنټرول په برخه کې د چکډم پروژو جوړول مهم او اړین ياد کړل.
د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د غوره کړنو یادولو تر څنګ د اوبو د مدیريت او کنټرول په برخه کې د دغه پروژو پلي کول يو مؤثر ګام وبله او د امنیت په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازو، زړګی حبیبي او مریم سما د دغه پروژو په لاره اچولو په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کړنو قدرداني وکړه او له قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې پروژې با کیفیته او په ټاکلي وخت پلي کړي.
د يادونې وړ ده چې د دغه پروژو د اوبو لګولو ټوله سیمه 2 زره جریبه ده چې د پلي کولو سره به نږدې 4 زره نفره ترې ګټه پورته کوي.
همدارنګه د يادونې وړ ده چې د چکډم پروژو د پلي کولو لپاره ټولتال 850 میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي چې د هغو له جملې څخه 200 ميلیونه یې کابل ولايت ته اختصاص شوي چې د هغې له جملې څخه لومړی فاز یې 11 پروژې د 22 میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي شرکتونو سره قرارداد شوې.
