د کابل ولایت د امیر غازي او خان دوران خیلو د اوبو ذخیره وي بندونو څخه لیدنه تر سره شوه
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د اوبو د تاسیساتو د انجینري خدماتو عمومي رییس انجنیر فرهاد ضیا او د اوبو او انرژي وزارت د بندونو د ساتنې او مراقبت رئیس انجنیر محبوب الله آفاق د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالي کې د امیر غازي د اوبو ذخیروي بند، د خان دوران خیل بند او د پردل خان کلي د چکدم څخه لیدنه و کړه.
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال د دې لیدنې موخه په نوموړو بندونو کې د شته ستونزو هوارول، په بندونو کې د رسوباتو تخلیه او د یادو بندونو د احتمالي ویجاړیدو څخه مخنیوی وبلل.
د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال د پردل خان کلي د چکدم څخه د لیدنې پرمهال د دې پروژې مسؤلینو ته لازم تخنیکي هدایات ور کړل.
د یادولو وړ ده، چې د پردل خان کلي د چکدم د بیا رغوني چارې د خوړو نړیوال سازمان له خوا پرمخ وړل کیږي.
