د کابل منځنۍ سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم په کابل ولایت کې د "خورد کابل " کانال د پروژې د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه وکړه
د یادې سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالي کې د "خورد کابل" کانال د پروژې د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه څارنه ترسره کړه.
یاد تخنیکي ټیم د دې پروژې مسؤلینو ته د چارو د غوره ترسره کولو په موخه لازم هدایات ورکړل.
