د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس د کابل ولایت د مقام له یو شمېر رئيسانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۶:۱۶
1

د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئیس ښاغلي انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د منځنۍ کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي ولي محمد تائب د کابل ولایت له یو شمېر رئيسانو سره وکتل او د شاه وعروس بند د پاتې چارو د بشپړولو او متضررینو ته د استملاک شویو کورونو په بدل کې د نومرو د وېش په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې اونۍ کې به د کابل ولایت د مقام په مشرۍ به د ټولو اړونده ریاستو د رسمي استازو ګډ ټیم ساحې ته معرفي کېږي، ترڅو د ښارګوټي لپاره د بانک له ځمکو څخه بدیله ساحه په نښه، پلان او راپور یې ترتیب کړل شي او د توزیع د امر اخیستلو لپاره دې ښاغلي امیرالمؤمنین ته وړندیز کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu