د ښارونو اوبو مدیریت سیمیز مرکز له لوري د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۸:۴۹
587

د ښارونو اوبو مدیریت سیمیز مرکز له لوري د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

د ښاري اوبو مدیریت سیمیز مرکز د همغږۍ غونډه چې د سیمې ۱۸ هېوادونه او نورې نړیوالې ادارې یې غړیتوب لري په انلان بڼه تر سره شوه.

د دغه مرکز موخه د ښاري اوبو رسول او د فاضلاب خدماتو بهتروالي لپاره د سیمې هېوادونو تر منځ د علمي تحقیقاتو او تجربو شریکول او له نوې او معاصرې ټيکنالوژۍ ته لاسرسی دی.

په دغه انلاین ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل ګډون کړی و چې د ښاري اوبو مدیریت، اوبو رسولو، فاضلاب او نورو ورته پروګرامونو په اړه یې په ګډ بحث کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي تکل د ښاري اوبو مدیریت سیمیز مرکز کړنو او فعالیتونو تر څنګ د اوبو رسونې او فاضلاب د خدماتو د بهتروالي په موخه د ګډو علمي تحقیقاتو تر سره کولو، ظرفیت لوړونې، د معلوماتو او ټيکنالوژۍ انتقال او په سیمیزو همکاریو رڼا واچوله.

هغه زیاته کړه"د ځمکې لاندې اوبو څخه د غوره استفادې؛ د اوبو رسولو د خدماتو پراختیا او د ښاري اوبو مدیریت په موخه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د سیمیز مرکز تر منځ د مشترکو علمي او عملي تحقیقاتو او ظرفیت جوړونې پروګرامونو د تر سره کولو غوښتنه وکړه تر څو د ښاري اوبو مدیریت پر مخ پرتې ستونزې او فرصتونه مشخص شي او د هغو په رڼا کې پراختیايي برنامې او پالیسې ترتیب او پر وړاندې یې عملي ګامونه پورته شي".

ښاغلي تکل خوښي وښوده چې د اوبو مدیریت سیمیز مرکز په چوکاټ کې به د سیمې هېوادونو او نړیوالو ټولنو تر منځ ناستې او علمي تحقیقات به د دې جوګه شي چې په سیمه کې د اوبو مدیریت په برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه را منځته شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu