د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې له ګلبهار انویست شرکت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۳:۳۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې، په داسي حال کې چې د دغه وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس، رئیسانو او تخنیکی مسئولینو شتون درلود، د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د ګلبهار انویست شرکت له رئیس ښاغلي حاجي ګلبهار حبیبي سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید فابریکي جوړولو په برخه کې د یاد شرکت د پانګونې چارو د پرمخ وړلو لپاره د دواړو لورو ترمنځ د ګډو تخنیکي همکاریو په موخه لاسلیک شو.

د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د ګلبهار ګروپ شرکت مسئولينو، د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچينو څخه د 100 تر 200 میګاواټو په ظرفيت د برېښنا د توليد فابريکې جوړولو لېوالتيا څرګنده او د چارو د همغږي هوکړه یې وکړه، ترڅو ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله چې. . .

بیرته تګ

User account menu