د چینایي " ایگل کین داو " شرکت مسؤلینو او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید پروژې د ساحې د تثبیت په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۱۱:۲۷
1

د چینایي " ایگل کین داو " شرکت مسؤلینو او ورسره مل د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید پروژې د ساحې د تثبیت په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

یاد سفر د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هدایت پر بنسټ ،  د کاپیسا ولایت مقام او د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې په همغږي، د ډبرو له سکرو څخه د ۵۰ تر ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید د ساحې د تثبیت او سروې په موخه تنظیم شوی وو.

د نوموړي شرکت مسؤلینو او د وزارت تخنیکي ټیم په پيل کې د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان سره وکتل او هغه ورسره  په دې برخه کې د هر اړخیزې همکاري ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې نوموړی پلاوی به د یادې پروژې لپاره مناسبې ساحې تثبیت او وڅېړې، چې تر سروې وروسته به یې د وزارت او یاد شرکت ګډ تخنیکي ټیم د پروژې د مطالعاتو امکان سنجي چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست ۱۰۴۰ اصله مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د پاشدان او سلما بندونو او د کرخ، رباط آخند، هاشمي پله، رود ګز او خرچان سټیشنونو په سیمو کې ۱۰۴۰ اصله نیالګي چې د هرات ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا را ټوله شوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت په شواک، ګرده څېړې او وزې ولسوالیو کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا چې د دولتي او. . .

بیرته تګ

User account menu