د پکتیا په سیندیزې فرعي حوزې کې د خپل سرو څاه ګانو د کیندلو د مخنیوي او د میترونو د نصبولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۲:۱۲
1

یاده ناسته د پکتیا په سیندیزې فرعي حوزې د رئیس الحاج مولوي محمد کریم فاتح او د یادې حوزې د کارکوونکو په شتونه کې ترسره شوه او د خپل سرو ژورو او نیمه ژورو څاه ګانو د کیندلو د مخنیوي، د خصوصي سکټور د اوبو عمده مصروف کوونکو څاه ګانو ته د میټرونو د نصبولو او د بیت المال د ساتنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د نوموړې حوزې سلاکار انجنیر فضل رحیم رحیمي د اوبو د سپما په برخه کې د عامه پوهاوي په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu